برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفوټبال فدراسیون رئیس او پنځو نورو چارواکو دندې وځنډول شوې

آریانانیوز: د ولسمشر ستر سلاکار فاض فضلي د خپل ټویټر په پاڼه کې لیکلي ”د افغانستان لوی څارنوال د فوټبال فدراسيون په خلاف د خپرو شويو راپورونو او لومړنيو څيړنو وروسته، فيصله وکړه چې د افغانستان د فوټبال فدراسيون د رئيس او پنځو نورو غړو دندې دې وځنډول شي.



ارګ ماڼی له دې وړاندې ویلي و، چې ولسمشر غني د لوی څارنوالۍ ادارې ته لارښوونه کړې، چې په ټول صلاحیت سره یاده قضیه په هراړخیزه او سرتاسري ډول وارزوي.
د افغان نجونو د فوټبال لوبډلې یو شمېر مخکنیو لوبغاړو ګارډین ورځپاڼې ته ویلي، چې د ښځینه فوټبال یو شمېر غړي د فډراسیون د نارینه چارواکو له لوري جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي.
د افغانستان د ښځینه فوټبال مخکنی مشرې خالدې پول، د ښځینه ملي لوبډلې غړې مینا احمدي او شبنم مبارز ګاډین ته ویلي، چې د جنسي ځورونې سربیره د ملي لوبډلې یو شمېر غړي د مرګ ګواښ هم شوی دی.
د ګارډین ورځپانې د راپور له مخې، د افغانستان د ښځینه فوټبال لوبغاړو په وړاندې په افغانستان کې دننه بد چلند شوی او د روان میلادي کال په فبروري میاشت کې د اردن په یوه روزنیز کمپ هم د ښځینه فوټبال یو شمېر لوبغاړي د جنسي ځورونې او تشدد ښکار شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي