برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دريو ښوونځيو مخې ته چاوده

آریانانیوز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کې د درېيو ښوونځيو مخې ته چاودنې شوې چې يو ملازم په کې برسېرن ټپي شوی دی.


د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي رسنيو ته وويل چې نن سهار شاوخوا اووه بجې په دغه ولايت کې د دريو ښوونځيو مخې ته د لږ وخت په توپير درې چاودنې شوي دي چې له امله يې يو تن ملازم ټپي شوی دی.
خوږياڼي وويل چې دوه چاودنې د ننګرهار په سره رود ولسوالۍ کې د چهار باغ صفا ليسې او پير ګيلاني ښوونځي مخې ته وشوې چې په کې يو ملازم ټپي شوی دی.
دريمه چاودنه د جلال اباد ښار د عربانو ګولايي کې د عربانو لیسې ته څېرمه شوې ده چې مرګ ژوبله نه لري.
هغه وويل چې د عربانو ليسې ته څېرمه يو ماين په کثافت دانۍ کې ځای په ځای شوی و.
د ننګرهار پوهنې رياست رسنيز مسؤل محمد اصف شينواري هم چاودنې تائيد کړي دي او ويلي يې دي چې په پيښه کې يو ملازم ټپي شوی دی.
د سيمې اوسېدونکي وايي چې د چادونې غږونه له لرې ځايونو پورې اورېدل شوي دي.
تر دا مهاله ددغو چاودنو مسؤليت چا په غاړه نه دی اخيستی خو په ننګرهار په دې وروستيو کې په معارف رياست او طب پوهنځي او همدا راز د پوهنې په ښاري مديريت بريد چې ګڼ شمير کسان په کې وژل شوي وو پړه يې د اعش ډلې په غاړه اخيستې وه.
څلور مياشتې وړاندې داعش ډلې په ننګرهار کې ټولو ښوونځيو او پوهنتونونو ته اخطارونه او د بريدونو ګواښونه ورکړي وو چې له امله يې د خلکو په منځ کې ويره خپره کړې ده.

شریک یي کړئ!