برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۶ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دروغتيايي کارکوونکو کاري اعتصاب

آریانانیوز: د باميان په پنجاب ولسوالۍ کې له پرون راهيسې شا و خوا ٤٠ روغتيايي کارکوونکو د معاشونو د کمېدو په اعتراض اعتصاب کړى دى.



يوه اعتصاب کوونکي وويل، پخوا يې معاشونه ٦٠ زرو افغانيو ته رسېده، خو له کله چې «AKHS» موسسې په باميان کې د صحي خدماتو مسؤليت واخېست، د دوى معاشونه ١٠زره افغانيو ته راکم شوي دي.
د پنجاب ولسوالۍ د روغتون رئيس خالق کريمي وايي، هيله من دي د روغتيا وزارت او د «AKHS» موسسې استازي دغې ولسوالۍ ته ورشي او د اعتصاب کوونکو ستونزې واوري.
بل‌خوا د ارزګان د ولايتي روغتون ډاکټرانو هم کاري اعتصاب پيل کړى دى.
دوى چې نن سهار د روغتون مخې ته راټول شوي وو، شکايت کړى چې پوره حقونه نه ورکول کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي