برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۳ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجګړو دزیاتیدا له امله نور په لسګونو زره کورنۍ کډواله شوی دی

آریانانیوز: دافغانستان په جنوب کې دکندهار ولایت د کډوالو د چارو د ادارې مشر محمد رحیم رحیمی وئیلی دی ، د روان میلادی کال له پیل راهسې تر دې دمه د دغه هیواد پّ جنوبی ولایت کندهار کې د جنګ جګړو اوناکراریو په علت څه دپاسه دیرش زره کورنۍ کرارو سیمو ته کډه په سر شوی دی
محمد رحیم رحیمی زیاته کړې ، دغه کډه په سر شوی افغانان دژوند له لومړنیو اړتیاؤ هم محرومه دی .
دافغانستان خبرو سرچینو، په دغه هیواد کې د دنښتو اوشخړو په دلیل د داخلی کډوالو شمیر کابو یو میلیون پنځه لکه تنه اعلان کړی دی .
په تیرو اولسو کلونو کې چې ا مریکا او دهغې متحدانو پر افغانستان یرغل کړی او دغه هیواد ئې نیولی ، په دغه هیواد کې ترهه ګری اوشخړې نه یواز ې ختمې شوی نه دی ،بلکې د دغه هیواد دمظلوم ولس مشکلات او ترهه ګرۍ ګواښ نوره هم زیات شوی او داسې کومه ورځ نشته چې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې دشخړو له امله په لسګونو جنازې اوچتې نشی

شریک یي کړئ!