برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۸ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دجګړوپه خاطر۳۰۰ّ زره افغانان له خپلو کورونوڅخه بې ځایه شو دی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر" اوچا" وویل. چې د بې ځایه شوو افغانانو دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله ۳۶.۶ فیصده کم دی.


افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر” اوچا” په خپل یو تازه راپور کې، چې تیره ورځ خپور شوی ویلي، چې د روان ۲۰۱۸ میلادي کال په تیرو یوولس میاشتو کې د جګړو له امله درې سوه شپږ رزه دوه سوه افغانانو له خپلو مینو نورو سیمو ته کډه کړې ده.
د ملګروملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر” اوچا” په دغه راپور کې ویلي، چې د بې ځایه شوو افغانانو دا شمیر د تیرکال د همدې مودې پرتله ۳۶.۶ فیصده کم دی.
“اوچا” وایي، چې تیرکال په همدې موده کې ۴۸۲۹۰۹ افغانانو له خپلو مینو نورو سیمو ته کډه کړې وه.
په افغانستان کې د جګړو سربیره وچکالۍ هم په زرګونو افغانان له خپلو سیمو نورو ولایتونو ته کډه کولو ته اړ کړي دي.
د بې ځایه شوو افغانانو زیات شمیر يې د هرات، ننګرهار، کندز، غزني هلمند او بامیان ولایتونه ته کډه شوي دي.
” اوچا” په خپل دغه راپور کې د غزني ولایت په مالستان او جاغوري ولسوالیو کې د امنیتي وضعیت د ښه کیدو خبر ورکړی او ویلي دي، چې په دغو دوو ولسوالیو کې د تیرې میاشتې د جګړو له امله بې ځایه شوو کورنیو یو شمیر یې بیرته خپلو مینو ته ستنیدل پیل کړي دي.
همداشان د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر ” اوچا” وايي، چې د ۲۰۱۸ کال په تیرو یوولس میاشتو کې ټول ۷۶۸۰۰۰ افغانان له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه خپل وطن ته ستانه شوي دي.
د دغه شمیر ۷۲۳۶۰۰ له ایران څخه او ۴۴۳۰۰ له پاکستان څخه افغانستان ستانه شوي دي.
د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي، له ایران څخه ډیر راستانه شوي افغانان په دغه هیواد کې د اوسیدانې د قانوني اسنادو د نه لرلو له امله افغانستان ته شړل شوي دي.
د دغه وزارت د ویاند مرستیال محمد رضا باهر امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې ایران هغه شمیر افغانان له خپل هیواد افغانستان شړي، چې په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو پرته ژوند کوي.
ښاغلي باهر وویل ” له ایران څخه د افغانانو د ستنیدلو مسله یو څه توپیر لري، د دې لپاره، چې زیات شمیر زمونږ مهاجرین، چې په ایران کې اوسیږي د اوسیدانې اسناد نلري، د ایران پولیس هم کله، چې هغوی ونیسي افغانستان ته يې ستنوي”.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت دغه چارواکی وايي، د دې سربیره یو شمیر افغانان، چې د اوسیدانې قانوني اسناد نه لري او په ایران کې یې یو څه موده کارکړی وي، هغوی هم پخپله پولیسو ته ځانونه ورپیژني او بیا د پولیسو له خوا افغانستان ته ستنول کیږي.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو چارو وزارت وايي اوس مهال په ایران او پاکستان کې له دریو ملیونو زیات افغانان ژوند کوي.

شریک یي کړئ!