برخه -څانګه : afghanistan, economic -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۸ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دایران او افغانستان د تجارتی اړیکو پراخول

په هرات کښې د ایران داسلامی جمهوریت سرکنسول محمود افخمي وویل ایران له افغانستان سره د هرډول تجارتی راکړو ورکړو هرکلی کوی او چمتو دی ټول احتمال خنډونه لیرې کړی او د دواړو هیوادونو د تاجرانو لپاره ډیره اسانتیا رامینځته کړی.


هغه نن دافغانستان د هرات ولایت د« اتحادیه پیشه وران» له مشر عبدالودود فیض زاده سره په کتنې کښې وویل ایران کوشش کوی دافغانستان د تولیداتو په ملاتړ کښې کمښتونه تامین کړی او د صنایعو او دلومړیو موادو په انتقالولو سره دافغانستان په داخل کښې د تولید او د کار د رامینځته کولو زمینه برابره کړی .
د هرات ولایت د اتحادیه پیشه وران مشر عبدالودود فیض زاده هم د ایران او دافغانستان د تجارتی راکړو ورکړو د اسانتیا لپاره په هرات کښې دایران د کنسولګرۍ دکارکونکو دملګرتیاو او دهڅو قدرونه وکړه او ویې ویل حاضردمه د هرات په فروشګاهانو یعنی پلورنځایونو کښې زیات موجود شیان دایران جوړ دی ځکه چې دنورو هیوادونو دجوړو شیانو په پرتله دایران د جوړو شیانو دمصرف تقاضا زیاته ده او دایران شیان ښه کیفیت لری .
هغه دایران سوداګران د افغانستان د لویدیځ د اصنافو ترټولو ستر تجارتی شریکان وبلل او ویې وویل د ایران دمشهد داصنافو د کوټې او د هرات د پیشه وران اتحادیې ترمینځ د ترسره شویو تفاهم لیکونو پراساس هیله من یوو دغه تفاهم لیکونه د دائمی ملګرتیا په تړونونو بدل شی چې د دواړو لوروترمینځ د تجارتی تبادلو او د راکړو ورکړو اندازه زیاته شی .
هرات ولایت د افغانستان په لویدیځ کښې پروت دی او د ایران په شمال ختیځ کښې له خراسان رضوی ولایت سره ګډ سرحد لری او د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارت ترټولو مهمه لاره ګڼل کیږی .
ایران او افغانستان په کال کښې څه دپاسه دوه (۲)میلیارډه ډالره تجارت او راکړه ورکړه لری .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي