برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

دافغانستان سره دوه میلیارد ډالر مرسته

آریانانیوز: آسیايي پراختیا بانک د یوې تازه مالي ژمنې پر اساس، تر راتلونکو دریو کلونو له افغانستان سره دوه میلیارد ډالرو مرستې اعلان وکړ.


په افغانستان کې د دغه بانک رئیس سامویل تومیوا دا ژمنه په کابل کې د اوبو درې ورځیني ملي کنفرانس ته د وینا پر مهال وکړه.
ښاغلي تومیوا وویل، چې په افغانستان کې د آسیايي پراختیا بانک فعالیتونه، د کرنې او طبیعي زیرمو په ځانګړي ډول اوبه، برېښنا او ترانسپورت برخو کې ترسره کیږي.
هغه زیاته کړه: “د کرنې سکتور او طبیعي زیرمې په ځانګړي ډول اوبه د آسیايي پراختیا بانک د مرستو د استراتیژۍ یوه مهمه برخه جوړوي چې له افغانستان سره کیږي. یوه لویه پروژه چې موږ ورباندې کار کوو د ارغنداب پروژه ده، چې ورباندې ۶۷۰ میلیون ډالره لګښت راځي”.
په افغانستان کې د آسیايي پراختیا بانک د رئیس پر وینا، دا هیواد چې په وچه کې ایسار دی اوبو ته زیاته اړتیا لري.
ښاغلي تومیوا زیاته کړه، چې تیر کال په افغانستان کې د ورښتونو کچه خورا لوړه وه او دا هیواد د خپلو اوبو د مدیریت لپاره زیات کار او همکارۍ ته اړتیا لري.
له افغانستان سره د مرستو دا ژمنه په داسې حال کې کیږې، چې افغان حکومت د خپلو اوبو د سرچینو د مدیریت او پراختیا او په دې برخه کې د ننګونو او فرصتونو د څیړلو لپاره د سې‌شنبې په ورځ په کابل کې د اوبو پنځم ملي کنفرانس جوړ کړ.
دا څیړنیز کنفرانس تر پنجشنبې ورځې دوام کوي.
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت چارواکي وايي، که څه هم افغانستان د اوبو د زیرمو ښه ظرفیتونه لري، خو په دغه هیواد کې دوامداره تحمیلي جګړه او ناامني، د اقلیم بدلون او د جامع ستراتیژیو او برنامو نشتوالي له امله افغانان له خپلو اوبو څخه سمه استفاده نه‌شي کولی.
د دغه وزارت د شمیرو په اساس، افغانستان په کال کې ۴۹ میلیارده متر مکعب د سطحي اوبو او ۱۷ میلیارده مترمکعب د ځمکې لاندې اوبو زیرمې لري.

شریک یي کړئ!