برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

حکومتی عسکرو په پلچرخي زندان کي یو بندي شهيد کړ

آریانانیوز: د افغانستان په محابسو کي له بنديانو سره د ناوړه چلند په تازه څپه کي يو تن بندي په پلچرخي زندان کي د دغه زندان د ساتونکو لخوا په شهادت رسول شوی دی، د زين الحق په نامه دغه بندي چي د خوست ولايت د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکی وو د رواني جولای مياشتي پر ۲۸ نېټه د پلچرخي په لسم بلاک کي د دغه زندان د قطعې د عسکرو لخوا د سر په برخه کي سخت زخمي شو چي نن د کابل په ۳۰۰ بستريز روغتون کي په شهادت رسېدلی دی.
د مؤثقو سرچينو په حواله دغه بندي د بنديانو او عسکرو تر منځ په هغه شخړه کي زخمي شو چي د جولای پر ۲۸ رامنځته شوې وه ، شخړه هغه وخت رامنځته شوه کله چي د زندان يوه ساتونکي دلسم بلاک يو تن عالم بندي ته سپکاوی وکړ او په لغته يې وواهه ، وروسته ياد عالم د خپل حق غوښتني په خاطر ددغه بلاک قوماندانۍ ته ورغلی خو هلته د عسکرو لخوا نور هم وهل شوی او لنګوټه يې پر ځمکه ور غورځول شوې ده ، کله چي نورو بنديانو د دغه عالم سره د عسکرو ظلم ليدلی ټولو پر عسکرو حمله کړې او فزيکي شخړه رامنځته شوېده ، د شخړي په ترڅ کي د زندان قطعه راغلې او پر بنديانو يې د ګازو د استعمال تر څنګ دټوپک پواسطه ګازي ګولۍ هم وويشتې چي يوه ګولۍ د زين الحق پر سر لګېدلې چي له امله هغه سخت زخمي شو او د زندان چارواکو لخوا د پوليسو اړوند ۳۰۰ بستريز روغتون ته انتقال شو.

يو شمېر بنديانو نن ټکي آسيا ته ويلي چي دولت قصداً زين الحق په شهادت رسولی ځکه د هغه ټپونه د تداوۍ وړ وه ، بنديان تور لګوي چي په دولتي شفاخانو کي بنديان د ډېرو عادي ناروغيو له امله ژوند له لاسه ورکوي او اوس هيڅ بندي په دغو شفاخانو کي له تداوۍ څخه مطمئن نه دی ، نن ټکي آسيا ته رسېدلي معلومات ښيي چي ددغه زخمي بندي د عملياتو لپاره په کابل کي د ايمرجنسي روغتون چمتووالی ښودلی وو خو د دولت لخوا هغوی ته اجازه نه وه چي له ۳۰۰ بستريز روغتون څخه يې ايمرجنسي روغتون ته انتقال کړي ، د معلوماتو له مخي د بندي دوستانو د زلمي زابلي په نامه سناتور څخه په دې برخه کي کومک غوښتی وو خو هغه له مرستي ډډه کړې وه او بالآخره يې هغوی ته په ډېرو سپکو الفاظو ځواب ورکړی وو ، ګڼ شمېر بنديان تور لګوي چي د خلکو د استازو په نامه دغه ډول کسان يوازي امريکايانو ته جاسوسي کوي او د بنديانو د هيڅ تکليف پروا نه لري ، د مؤثقو معلوماتو پر اساس اوسمهال د هيواد په اکثرو زندانونو خصوصاً په بګرام او پلچرخي زندانونو کي سلګونه داسي ناروغ بنديان شتون لري چي عاجلي پاملرني او تداوۍ ته اړتيا لري خو د دولت په شمول هيڅ نړيواله مرستندويه اداره او د بشري حقوقو سازمانونه ورته پاملرنه نه کوي او همدا لامل دی چي په زندانونو کي د ناروغو بنديانو د مړيني پېښي ورځ تر بلي زياتېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي