برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, 8 ژانویه , 2024 لنډ لینک :

حکمتیار: د کرمان د خونړي برید پړه د اسرائیلو پر غاړه ده

د افغانستان د حزب اسلامی مشر وویل د ایران د کرمان ولایت د وحشیانه حملې بار د صهیونیسټ رژیم په اوږو دی.


د افغانستان د اسلامي ګوند مشر په ایران کښې وروستۍ ترهګره حمله وغندله او څرګنده یې کړه چې د غزې د جګړې عاملین او صهیونزم د دغه جنایت عامل دي.

ګلبدین حکمتیار د ایران په کرمان ولایت کښې د ترهګرې حملې په غندلو سره وویل: په دې کښې هیڅ شک نشته چې د دغه جنایت بار د دغې پیړۍ د خونړیو جنګونو د عاملینو په اوږو دی او وروستۍ یې د غزې جګړه ده.

هغه زیاته کړه: دا جنایت د هغو کسانو دی چې لاسونه یې له افغانستان څخه تر فلسطین پورې د سلګونو زرو مسلمانانو په وینو رنګ دي، هغه کسان چې د استعمار او صهیونزم د مهمو شخصیتونو په وژلو کې لاس لري: استعمار او د هغه خبیث اولاد صهیونزم.

د یادولو وړ ده چې د ایران په کرمان ولایت کې د جنرال قاسم سلیماني د شهادت د تلین په مراسمو کې دوه زورورې چاودنې وشوې چې په پایله کې یې ۸۵ تنه شهیدان او ۲۱۱ تنه نور ټپیان شول.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه