برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

حکمتیار: د هاګ په محکمه کې د اسراییلو او ملاتړو ماتې

د حزب اسلامي افغانستان مشر د صهیونیسټانو په وړاندې د هاګ د نړیوالې محکمې پریکړه یوه بریا وبلله.


د افغانستان د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د صهیونیسټانو په وړاندې د هاګ د نړیوالې محکمې حکم د غزې د مجاهدینو یوه بله معنوي بریا وبلله.

ګلبدین حکمتیار په خپله ایکس پاڼه کې ویلي دي چې په غزه کې د صهیونیسټانو په وړاندې د هاګ د نړیوالې محکمې پریکړه د فلسطین د بریا او د اسرائیلو او د هغه د ملاتړو د نیواکګر رژیم د انزوا سبب شوه.

حکمتیار همداراز په غزې تړانګې کښې د صهیونیسټانو د وحشیانه نسل وژنې د مخنیوي لپاره د اغیزمنو اقداماتو په ترسره کولو ټینګار وکړ.

سیاسي شخصیتونو، هیوادونو او نړیوالو سازمانونو په غزه کښې د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې د هاګ د محکمې د تاریخي فیصلې په اړه غبرګون وښود او د دغه فیصلې د صادریدو هرکلی یې وکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي