برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۵ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جهان‌سپورټ د کابل والیبال جام اتلولي وګټله

آریانانیوز: په کابل کې پیل شوې والیبال سیالۍ له فاینل نه وروسته د جهان‌سپورټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.



د افغانستان والیبال فدراسیون د معلوماتو له‌مخې، غلام‌حیدرجیلاني او جهان‌سپورټ لوبډلو د ۷لوبډلو له منځه فاینل ته لاره پیدا کړې‌وه چې دواړه لوبډلې د اتلولۍ له‌پاره پای‌لوبې ته ووتې.
جهان‌سپورټ لوبډلې په پای‌لوبه کې له ۵ سيټونو وروسته ۳ د ۲ سیټونو پر وړاندې غلام‌حیدرجیلاني لوبډلې ته ماتې ورکړه او د کابل جام والیبال سیالیو اتله شوه.
د دې سیالیو په لومړۍ نیمه پای‌لوبه کې غلام‌حیدرجیلاني لوبډلې ۳ د صفر بریا پر وړاندې افغان ملي لوبډلې ته او جهان‌سپورټ لوبډلې بیا په همدې پایلې سره په دویمې نیمه پای‌لوبې کې ښاروالۍ لوبډلې ته ماته ورکړې‌وه.

د دې سیالیو په پای کې غلام‌حیدرجیلاني لوبډلې دویم او د ښاروالۍ منتخبې لوبډلې بیا افغان ملي لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره درېیم مقام ترلاسه کړ.
همدارنګه د سیالیو په پای کې د اخلاقو کپ جایزه ښاروالۍ لوبډلې ته ډالۍ شوه.
د کابل والیبال جام سیالۍ یوه اوونۍ مخکې د کابل د والیبال د ۷ کلپونو ترمنځ په ۲ ګروپونو کې پیل شوې.
په یاد لوبو کې د جهان‌سپورټ، غلام‌حیدرجیلاني او ښاروالۍ لوبډلو ترڅنګ د سرې میاشتې، صوفي کلپ، افغان ملي او سروري ګروپ والیبال لوبډلو برخه اخېستې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي