برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د خاصو ځواکونو د شهیدانو فاتحې او قران شریف د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن له غرمې وروسته د خاصو ځواکونو د شهیدانو فاتحې او قران شریف د ختم په مراسمو کې ګډون وکړ او د ټولو شهیدانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهیدانو روح ته یې دعا وکړه.


دا مراسم چې د ځانګړو ځواکونو په قول اردو کې جوړ شوي وو د قران شریف له ختم وروسته د هېواد جمهوررئیس د خپلې غمشریکۍ او خواخوږۍ مراتب د شهیدانو په ځانګړي ډول د خاصو ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته وړاندې کړل ، د دې ځواکونو قربانۍ یې وستایلې او په موقع یې د هغو کورنیو ته پر رسیده‎ګۍ ټینګار وکړ.

د خاصو ځواکونو د شهیدانو د وارثانو په استازیتوب عبدالعظیم خبرې وکړې او د جمهوررئیس څخه یې د شهیدانو له کورنیو سره د غمشریکۍ او خواخوږۍ له څرګندولو قدرداني وکړه وې ویل: د دې خاورې د یوه بچي او د شهید د یوه وارث په توګه ډاډ درکوم چې د هېواد او ملي ارزښتونو څخه به ساتنه کوو او د شهیدانو د پاکو ارزښتونو د تحقق په خاطر به د دوی لار تعقیب کړو.

وروسته د هېواد جمهور رئیس او وسلوال پوځ د اعلی سرقومندان په مشرۍ امنیتي غونډه جوړه شوه چې په کې د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان ډګر جنرال بسم الله وزیري د خپلو اجرااتو راپور وړاندې کړ او د قواوو ترمنځ یې د لازمو ګډو هڅو او همغږۍ ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس محمداشرف غني د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان بسم الله وزیري ته د ډګرجنرالۍ د رتبې د ورکړې په مراسمو کې چې د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لوړو پوړو مقاماتو او سرتېرو په حضور کې جوړ شوي وو، ګډون وکړ.

په دې مراسمو کې د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال طارق شاه بهرامي په خپلو خبرو کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د جمهوررئیس د پاملرنې او څارنې قدرداني وکړه او ډاډ یې ورکړ چې د جګړې په ډګر کې دې ځواکونو دښمن مات کړی او د وطن څخه د دفاع په لار کې له هیڅ ډول هڅو ډډه نه کوي.

په دې غونډه کې د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار استاد اسدالله غضنفر د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري د ترفیع حکم ولوست. په فرمان کې راغلي، نوموړي ورسپارل چارې په بریالي او درست ډول اجرا کړي چې د قدردانۍ په پار نوموړي ته د تورنجنرالۍ څخه د ډګرجنرالۍ ترفیع منظور ده.

جمهوررئیس او د وسلوال ځواک اعلی سرقومندان د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري ته د ډګرجنرالۍ رتبې له ورکړې وروسته د دې قول اردو منسوبینو ته په خطاب کې وویل: ستاسې له سربازۍ څخه چې په تېره یوه میاشت کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جګړې وضعیت بدلون موندلې، مننه کوم.

جمهوررئیس زیاته کړه، تاسې تل د خلکو له حقونو څخه دفاع کړې او په دې لاره کې برحقه یاست. هغه ملي دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د خاصو قطعاتو دستورالعمل دې ترتیب او د تصویب په خاطر دې د ملي امنیت شورا ته وسپاري.

د وسلوال ځواک اعلی سرقومندان ځانګړو قواوو ته په خطاب کې وویل، تاسې د ملي یووالي په څېر یاست، زما او د افغانستان د ټولو خلکو پر وړاندې ځانګړي یاست، ځکه پر تاسې پانګونه شوې او ځواکونه او ملت پر تاسې تکیه دی.

جمهوررئیس څرګنده کړه، خاصو عملیاتو ته باید پاملرنه وشي او د وسلوال پوځ د اعلی سرقومندان په توګه تاسې هر یو د دې خاورې رېښتینی بچې ګڼم او پر تاسې هر یوه ویاړم.

جمهوررئیس غني د خاصو ځواکونو قول اردو قومندان بسم الله وزیري له هڅو مننه وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د افسرانو او بریدملانو د ترفیع او دغه راز دې د دې قول اردو د سرتېرو د تقدیرولو لیست جوړ او په دې برخه کې دې لازم اقدامات وکړي.

د وسلوال ځواک اعلی سرقومندان وویل، پر تاسې باور لرم، ځکه تاسې زموږ خوندیتوب تأمینوئ او موږ سوله او ثبات مومو. هغه زیاته کړه، راتلونکي نسلونه به تاسې په نیکۍ یادوي او له وطن څخه د دفاع او د دښمنانو سره د مبارزې په خاطر به ستاسې کړنې ستایي.

د دې مراسمو په پای کې د خاصو عملیاتو قول اردو قومندان بسم الله وزیري له وسلوال پوځ څخه د جمهوررئیس د ملاتړ او څارنې قدرداني وکړه او د خپلې رتبې ترفیع یې د دې قول اردو د منسوبینو د هڅو او قربانو منندویه وبلله. هغه ډاډ ورکړ چې له هېواده د دفاع په برخه کې به په انسجام، یووالي او یوموټي ډول جدي هڅې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي