برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

تر ښوونځي د مخکې زده کړو ټولګیو ښځینه ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

آریانانیوز: زابل کې د یونیسف موسسې تر ښوونځي د مخکې زده کړو ټولګیو ۲۵ ښځینه ښوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ. په دغه ورکشاپ کې زده کړو ته د ماشومانو د چمتوالي په اړه یادو ښوونکو ته اړین مالومات ورکول کېږي.


د یاد ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال روزي محمد صدیقي د ورکشاپ ګډونوالو ښوونکو ته لارښوونه وکړه، چې تدریس کېدونکي مهارتونه ‎په ښه توګه زده او بیا یې په خپلو ټولګیو کې د ماشومانو د روزنې په برخه کې عملي کړي.
په دې ورکشاپ ښوونکو ته ښوول کېږي، چې څنګه ماشوم له کتاب او قلم سره اشنا او په روحي ډول د هغه پوهه وارزوي. دغه راز څنګه ماشومان چمتو کړي، چې ښوونځیو ته ولاړ شي، لیک لوست وکړي او همدارنګه د هغوی ذهني، فزیکي او جسمي ودې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د یادو ښوونکو د روزنې لپاره یونیسف موسسې مسلکي ترېنر ښوونکي په دنده ګمارلي، چې د نویو او وروستیو مېتودنو پر بنسټ به ښوونکو ته د ماشوم روزنې په برخه کې لازم مالومات ورکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي