برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ایرلینډ سره د شل اوریزو سیالیو لړۍ

آریانانیوز: د افغانستان او ایرلینډ ترمنځ د شل اوریزو سیالیو لړۍ د وروستۍ لوبې ترسره کېدلو پرته د افغانستان په ګټه پای ته ورسېدې.


د جمعې په ورځ د دواړو لوبډلو ترمنځ د شل اوریزو سیالیو وروستۍ لوبه ترسره کېدله خو د زیات ورښت او لوبغالي لمدیدو له کبله سیالۍ ترسره نشوه، او په همدې ډول افغانستان لوبډلې په دوه-صفر جام خپل کړ.
په دغو سیالیو کې د افغانستان نوي چټک چپ لاسي توپوهونکي حضرت الله ځاځي د پام وړ توپوهنه وکړه، چې په دوه سیالیو کې یې دوه پرلپسې نیمه سلیزې وهلې وې، هغه د یادو سیالیو د لړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو او جایزه یې هم ترلاسه کړه.
نوموړي په لومړۍ سیالۍ کې لومړی په ۲۲ توپونو نیمه سلیزه او بیا په ۳۳ توپونو ۷۴ منډې جوړې کړې، په دویمه سیالۍ کې یې چې پر ده فشار هم وو خو ۸۲ منډې یې جوړې کړې، د حضرت ځاځي په ټولو ۱۵۶ منډو کې ۱۳ شپږیزې او ۱۴ څلوریزې شاملې وې.
له حضرت الله ځاځي پرته بل کوم لوبغاړی په زیاتو منډو جوړولو ونه توانېد، خو په توپ اچونه کې راشد خان او مجیب الرحمن میدان ویوړ، مجیب ۵ خو راشد خان ۷ ویکټې ترلاسه کړې، په چټک لوبغاړو کې افتاب عالم خپله وړتیا ثابته کړه او د کمو منډو په ورکولو سره یې ۳ ویکټې واخیستې.
افغانستان د ایرلینډ پر وړاندې پرلپسې اوه بریاوې ثبت کړې، او په مجموعي ډول یې له ۱۷ سیالیو څخه ۱۴ ګټلې دي، چې په نړیواله کچه له هرې لوبډلې په ښه اوسط د بریا ریکاډ دی.
د یادونې وړ ده چې د روانې میاشتې په ۲۷مه نېټه د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ د دریو یو ورځنیو سیالیو لړۍ پېل کیږي، ایرلینډ لوبډله تر دې دمه په یو ورځنیو سیالیو کې پر افغانستان لوبډلې وړاندې والی لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي