برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۲۰ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اوچا: په افغانستان کې ۲۸ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) اعلان وکړ چې په افغانستان کې ۲۳ میلیونه وګړي عاجلو مرستو ته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر “اوچا” د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې له ۲۸ میلیونو اړمنو کسانو څخه ۲۳ میلیونه یې د مرستو په لومړیتوب کې قرار لري.

اوچا زیاته کړه چې دا یوازې په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره مرسته کولی شي که چیرې کافي بودیجه ولري.

دغه دفتر له دغه شمېر کسانو سره د مرستې لپاره د ۴،۶ میلیارده ډالرو غوښتنه کړې ده.

اوچا له مرسته کوونکو هېوادونو وغوښتل چې د افغانستان له خلکو سره د مرستې لپاره د ملګرو ملتونو غوښتنې ته ځواب ووايي.

شریک یي کړئ!