برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ آبان , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

اوچا: افغانستان کې په خوارځواکۍ اخته ماشومان زیات شوي دي

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږي کوونکی دفتر(OCHA) اعلان کړی چې په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر نږدې ۵۰ سلنه زیات شوی دی.


یاد دفتر د ماشومانو د ساتنې موسسې په حواله ویلي چې د روان کال له پیل راهیسې د خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۴۷ سلنه زیات شوی دی.

اوچا د خوارځواکۍ د ماشومانو د شمیر د زیاتوالي لامل بې ساري لوږه وباله.

د خپرو شويو معلوماتو پر بنسټ، په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو پېښې داسې وې چې په ځينو کې يې تر درملنې مخکې مړه شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې شبکې له خوا خپاره شوي احصایې ښيي چې د دې ادارې ګرځنده روغتیايي ټیمونو د روان کال په لومړۍ میاشت کې په خوارځواکۍ اخته ۲۵۰۰ ماشومان په روغتونونو کې بستر کړي وو، خو په سپټمبر میاشت کې په روغتونونو کې د بستر شویو ماشومانو شمېر ۴۲۷۰ ته لوړ شوی.

د ملګرو ملتونو ارزونې ښيي چې د افغانستان نیمايي نفوس له سختې لوږې سره مخ دي او په هېواد کې شپږ میلیونه ماشومان او لویان له قحطۍ څخه لږ څه لرې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي