برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۳۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغان ځواکونوپه پکتیا کې د پاکستانیو ملیشو له لورې جوړې شوې پوستې ونیول

دافغانستان دفاع وزارت وایې، د پکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې ډیورنډ کرښې ته څیرمه دپاکستانیو ملیشو له لورې په جوړو شویو پوستو کې افغان سرحدي ځواکونه ځاې پر ځاې شوې دي.


د ملي‌ دفاع وزارت سرپرست ویاند محمد رادمنش زیاتوي، په دغه پوستو کې دافغان ځواکونو سربیره سیمه ایز پاڅون کوونکي هم میشت شوي دي.
دنوموړي په خبره څو ورځې وړاندې د پکتیا خلک په میړانه د خپل وطن د دفاع په خاطر د افغان ځواکونو تر څنګ ودریدل او تېره ورځ‌ یې د افغان سرتیرو د ستاینې لپاره ډول ډول پروګرامونه هم ترتیب کړي‌ و.
رادمنش زیاتوي، که څه هم پاکستاني‌ عسکر د ډيپلوماټیکو اصولو له مخې د دغو پوستو وتلي؛ خو د خلکو غبرګون هم پر هغوی مستقیم اثر درلود.
دیادولو وړ ده چې شاوخوا یوه اونۍ وړاندې دپکتیا په ډنډ پټان ولسوالۍ کې دپاکستانيو او افغان ځواکونو ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوه چې پاکستانیو میلشو د ډيورنډ کرښې بلې غاړې ته د اوښتو هڅه کړې وه ، چې د افغان ځواکونو او د سیمې د اوسیدونکو دکلک غبرګون سره مخامخ شول او په ترڅ کې دواړه غاړو ته درنه مرګ ژوبله را منځته شوه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي