برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۳ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دفاع وزارت: ډېر ژر به د بلخ د چاهي سیمه له دښمن څخه پاکه شي

آریانانیوز: د افغانستان دفاع وزارت وایي، ډېر ژر به د بلخ د دولت‌اباد ولسوالۍ د چاهي سیمه له دښمن څخه پاکه کړي.


د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش تېره ورځ ناوخته وویل چې په سیمه کې عملیات پیل شوي دي.

ښاغلی رادمنش وايي: موږ عملیات له دولت‌اباد څخه پیل کړي دي. دغه عملیات په سیمه کې د تصفیې او هم د ګزمو په بڼه دوام لري. زموږ جزوتامونه هلته رسېدلي او زه ډاډه یم چې ډېر ژر به د چاهي سیمه چې ورڅخه دولت ته خطر متوجې دی، هم تصفیه کړو.

د راپورونو له مخې د چاهي سیمه د یکشنبې په شپه وسله‌والو طالبانو ونیوله.

طالبانو په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې له دې سیمې به د دولت‌اباد پر نورو برخو هم حملې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي