برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ټاکنو د خوندیتوب په پلمه هوايي بریدونه زیاتول

د دفاع وزارت مسؤلین وايي د ولسوالیو شوراګانو او پارلماني را روانو ټاکنو د خوندیتوب لپاره به هوايي بریدونه ډېر کړي.



د دې وزارت ویاند محمد رادمنش وايي ځواکونه يې هره ورځ له څلورو تر دولسو ځلو پورې د مخالفینو مرکزونه او «شکمنې» سیمې په نښه کوي.

رادمنش مني چې پر ګڼو داسې ځایونو يې هم هوايي بریدونه کړي چې یوازې شک پرې کېږي.
هغه دعوه وکړه چې هره ورځ له ۱۰ تر ۸۰ تنو پورې مخالفو وسله والو ته مرګ ـ ژوبله اوړي.
د دفاع وزارت ویاند وايي تازه په پلان کې لري چې د راتلونکو ټاکنو لپاره د خوندیتوب په خاطر هوايي بریدونو کې نور هم ډېرښت راولي.
هغه وايي، تېر کال يې هوايي ځواکونو ټول څلور زره پروازونه کړي و، چې په وینا يې مخالفو ته يې «سخته ضربه» ورسوله.
رادمنش ونه ویل چې د زرګونو پرازونو سره سره بیا هم ولې د دولت مخالف وسله وال د ټاکنو پر وړاندې خنډ بلل کېږي.
په ورته وخت کې طالبانو په تازه تبصره کې ټاکنې د ولس له لوري «تحریم» شوې وبللې.
دوی د نوم لیکنې سستې پروسې ته په اشارې ویلي، تر اوسه پورې په ټول هېواد کې یوازې دولتي مامورینو خپل نومونه لیکلي او ولس له ټاکنو سره بشپړ پرېکړون اعلان کړی دی.
د ټاکنو کمیسیون د اعلان له مخې د ولسوالیو د شوراګانو او پارلماني ټاکنې به د تلې د میاشتې په ۲۸مه ترسره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array