برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان کې د خلکو د ترور کولو پېښې زياتې شوي

آریانانیوز: په افغانستان کې د ناامنيو او  چاودنو سربېره د  خلکو د ترور کولو پېښې په ساري توګه زياتې شوي دي.



افغانستان لپاره د امریکايي مرستو د څار ډلې «سیګار» په خپل راپور کې ويلي، چې د ناامنيو، وسله‌والو بريدونو او چاودنو سربېره د هدفي وژنو او ترور پېښې په سلو کې ۳۵ سلنه زياتې شوي دي.
سيګار وايي، چې د تېر کال په پرتله په امنيتي پېښو کې کموالی راغلی دی.

د سيګار د راپور زیاتوي، چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ له ۱۵مې د می مياشتې تر ۱۵مې ۵ زره ۶۷۵ امنيتي پېښې په افغانستان کې ثبت شوي، چې د تېر ۲۰۱۷ کال په پرتله په سلو کې اووه سلنه کمې دي.
د سيګار د راپور له مخې سږ کال په افغانستان کې په اوسط ډول هره ورځ ۶۳ امنيتي پېښې کېږي، چې تېر کال د دغو پېښو کچه په ورځني ډول ۶۹ وه او سږ کال کمې شوي دي.
په کابل ښار کې د دوو پيلوټانو ترور
سيګار دا راپور په داسې حال کې ورکړی، چې تېره ورځ د کابل ښار په شمال خواجه بغرای سيمه کې دوو موټر سايکل سپرو د افغان هوايي ځواک دوه پيلوټان ووژل او بريدګر په تېښته بريالي شول.
دفاع وزارت د دواړو پيلوټانو وژنه تاييد کړې او وايي، چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي