برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ مهر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغان نجونو د روباټیک نړیوال جام سیالیو کې د زړورتیا د سپینو زرو مډال وګاټه

د افغان نجونو روباټیک ټیم چې له مهاجرینو څخه جوړ وو، د روباټیک نړیوال جام په سیالیو کې د زړورتیا د سپینو زرو مډال وګاټه.


د افغان نجونو روباټیک ټیم د “لومړی نړیوال چیلنج 2023” نړیوالې سیالۍ کې د زړورتیا د سپینو زرو مډال وګاټه.

دغه سيالۍ په سينګاپور کې د څه دپاسه ١٨٠ هېوادونو ټيمونو په ګډون ترسره شوې. د دې ټورنمنټ د زړورتیا مډال هغه ټیم ته ورکول کیږي چې په سختو شرایطو کې غوره کار کوي.

د افغان نجونو روباټیک ټیم له مهاجرینو څخه جوړ شوی و ، د دې ټیم غړو تر دې مخکې هم بېلابېلې جایزې ګټلې دي.

دا سیالۍ هر کال د نړیوالو ستونزو د حل لپاره د ځوانانو هڅولو په هدف ترسره کیږي.

دوی دغه راز د دې سیالیو د پای مراسمو په څنډه کې د هرات د زلزلې له قربانیانو سره خواخوږي څرګنده کړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي