برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۲ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان یو دایمي اضطراري حالت ته داخلیږي

ملګري ملتونه وايي، له پاکستانه د افغان کډوالو ایستل افغانستان په یوه دایمي اضطراري حالت کې اچولی دی.


د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د افغانستان د څانګې مشر لیونارد زولو ویلي، له پاکستان څخه د افغان کډوالو د پراخې او جبري شړلو له بهیر سره په افغانستان کړکېچن وضعیت افغانستان په یوه دایمي اضطراري حالت کې راوستی دی.

هغه زیاته کړه چې دغه هیواد ته د افغان کډوالو د سېل وزمه راستنیدل مرستندویه سازمانونه له یوې نوې ننګونې سره مخ کړي دي.

زولو له پاکستان څخه د افغان کډوالو د اخراج پروسې ته په اشارې سره وویل چې هره ورځ له پاکستان څخه افغانستان ته څه باندې شل زره کډوال ایستل کېږي.

تر دې مخکې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له پاکستانه غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو په برخه کې دې نړیوال قوانین مراعات کړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي