برخه -څانګه : accidents, afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ دی , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د ماشومانو په منځ کې د لوږې زیاتوالی

فقر

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، په افغانستان کې به نږدې اته میلیونه ماشومان د لوږې له بحران سره مخ شي.


د ماشومانو د ژغورنې سازمان (Save the Children) په یوه تازه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې به په نوي کال کې شاوخوا اته میلیونه ماشومان (له دریو ماشومانو څخه یو) د لوږې له جدي کچې سره مخ شي.

دغه سازمان د لوږې د څارنې نړیوال سیستم ته په اشارې سره ویلي، په افغانستان کې د لوږې له بحراني یا له بیړني حالت سره د مخ کسانو شمېر د ژمي په میاشتو کې زیاتېږي، که څه هم وضعیت د تېر کال د همدې مودې په پرتله ښه شوی دی.

د نړیوال لوږې د څارنې د سیستم د احصایې له مخې، اټکل کیږي چې د ۲۰۲۴ کال تر مارچ میاشتې پورې ۱۵.۸ میلیونه وګړي (د افغانستان د نفوس له دریمې برخې څخه زیات) به د خوراکي توکو له سخت ناامنۍ سره مخ شي چې نږدې نیمایي یې (۷.۸ میلیونه) ماشومان دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې مشر ارشاد ملک وویل: اټکل کیږي چې په ۲۰۲۴ کال کې به ۷.۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه ونه لري. لوږه – د افغانستان په لویو برخو کې د ډیرې سړې هوا سره یوځای – به د ماشومانو لپاره خطرناک حالت رامینځته کړي. د دوی تغذیه اړتیاوې باید پوره شي. ناکافي بودیجه هره ورځ ژوند له خطر سره مخ کوي.

د ماشومانو د ساتنې اداره وايي، د ژمي په موسم کې د کار فرصتونه کمېږي او د خوراکي او سون توکو بیې په عمومي ډول لوړېږي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې مشر ارشاد ملک ټینګار وکړ، چې افغانستان باید د بشري مرستو ترڅنګ د نړیوالې ټولنې د لومړنیو اړتیاوو د پروګرامونو د بیا پیل شاهد وي، څو د هېواد د اقتصاد له ښه والي سره مرسته وکړي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي