برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ آبان , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د لوږې د زیاتیدو په اړه د خوړو د نړیوال سازمان اندیښنه

د خوړو نړیوال پروګرام اعلان وکړ چې د افغانستان په هر ګوټ کې لوږه خپره شوې ده.


په داسې حال کې چې په افغانستان کې هوا د سړېدو په حال کې ده، د خوړو نړیوال پروګرام اندېښنه ښودلې چې د افغانستان په هر ګوټ کې لوږه خپره شوې ده.

دغه بنسټ په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د افغانستان اقتصاد له کلونو جګړو او وچکالۍ وروسته زیانمن شوی او اوس د کمزوري اقتصاد تر ټولو ډېر قربانیان ماشومان او ښځې دي.

تر دې مخکې د خوړو نړیوال پروګرام راپور ورکړی و، چې په افغانستان کې یوه منځنۍ کورنۍ د خپل عاید ۹۱ سلنه په خوړو لګوي او د دې موسسې د معلوماتو له مخې، کم عاید د دې لامل شوی چې ډیری کورنۍ خپل خوراکي توکي راشن کړي ترڅو د ډیرو ورځو لپاره خواړه ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي