برخه -څانګه : afghanistan, economic, fun -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان زر ټنه جلغوزې چین ته صادر کړي

آریانانیوز: چین ته د هوايي دهلیز له لارې د جلغوزو د صادرېدو له پيل وروسته، تراوسه په ۵۰ الوتنو کې زر ټنه جلغوزې دغه هېواد ته صادر شوي دي.


د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې دم‎ګړۍ د افغانستان په بازارونو کې د هر کیلوګرام جلغوزو بیه تر درې زره افغانیو رسېږي.
د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وویل:«د کرنې وزارت د پروسس مرکزونه اعلان ته ورکړي – د پروسس دوه مرکزونه چې د کړنې له وزارت سره تخنیکي مرسته وکړي.»
په ورته وخت کې، د سوداګرۍ او صنعت وزارت مرستیال وايي چې د افغانستان جلغوزې په نړیوالو بازارونو کې ډېر غوښتونکي لري او له همدې امله دا وزارت له نورو هېوادونو سره د هوايي دهلیزونو د جوړېدو په لټه کې دی.
اجمل حمید عبدالرحیم‎زي په دې اړه زیاته کړه:«جلغوزې د سیمې هېوادونو ته د افغانستان د مهمو صادراتي توکو څخه دي، چې هم ښه ځای ګی لري او همدارنګه ښه تقاضا هم ورته شته.»
د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د شمېرو پر بنسټ په افغانستان کې د جلغوزو حاصلات ۲۳ زره ټنو ته رسېدلي. دم‎ګړۍ خوست، پکتیا او پکتیکا د جلغوزو ښه حاصلات لري.

شریک یي کړئ!