برخه -څانګه : afghanistan, economic, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۰ مرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

افغانستان د جنسیتي برابرۍ له پلوه په نړۍ کې تر ټولو ټیټ مقام خپل کړ

د نړیوال اقتصادي فورم د ډلبندۍ پر بنسټ، افغانستان د ښځو لپاره د مساوي کاري فرصتونو د رامنځته کولو په ګډون د جنسیتي برابرۍ په ټیټه کچه کې ځای لري.


د شورا نوې سروې موندلې چې آیسلینډ، فنلینډ، ناروې، نیوزیلینډ او سویډن د جنسیت مساوات په لوړ کچه کې دي.

په ټولیز ډول، د دې سازمان له خوا د سروې شویو 146 هیوادونو څخه، افغانستان، پاکستان، کانګو او چاد په ترتیب سره د ښځو لپاره د برابرۍ او فرصتونو ته د لاسرسي په برخه کې ترټولو بد هیوادونه دي.

دغه سازمان په خواشینۍ سره وايي، چې د ښځو د بې عدالتۍ او محرومیت د کمولو چارې ورو پرمخ ځي. همدارنګه، د جنسیتي نابرابرۍ له منځه وړل به 132 کاله وخت ونیسي.

د دغه سازمان په راپور کې راغلي چې افغانستان په ټولو شاخصونو لکه روغتیا، تعلیم او د ښځو د کارموندنې په برخه کې له نورو هېوادونو وروسته دی. افغانستان د ټولو هېوادونو په منځ کې د ښځو د کار، زده کړې او عاید له پلوه تر ټولو بد وضعیت لري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې ښځې د کار له حقه محرومې شوې او تر شپږم ټولګي پورې نجونې لا هم ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

شریک یي کړئ!