برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۶ اردیبهشت , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

افغانستان ته د چین د طبي مرستی دویمه جوپه رسیدل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دکرونا ويروس د مخنیوي په موخه د چین د طبي مرستو دویمه جوپه هم کابل ته راورسېدله او د يوې هوکړې له مخې عامې روغتيا وزارت ته وسپارل شوه
عامې روغيتا وزارت وايي، په دې طبي مرستو کې تشخیصیه او محافظتي کېټونه، ماسکونه، محافظتي عینکې، د تبې معلومولو دستګاوې، ونټلاټورونه، د اکسیجن دستګاوې او د پي سي ار د ستګاوو سامانونه شامل دي
په افغانستان کې د چین سفیر وانګ یو ویلي، مرسته یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کړې او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته دوام ورکوي
د عامې روغتیا وزیر وايي، اوسني شرایطو کې ياد روغتيايي توکي د روغتیا وزارت د جدي اړتیا وړ توکي دي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي