برخه -څانګه : world -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۶ بهمن , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

چین پر سوریې د ټولو بندیزونو د لیرې کولو غوښتنه کړې ده

آریانانیوز: د چين د دايمي استازي مرستيال په سوريه کې د سختو روغتيايي، انرژۍ او اقتصادي بحرانونو په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره پر دمشق د يو اړخيزو بنديزونو د لغوه کېدو غوښتنه وکړه.


په ملګرو ملتونو کې د چين د دايمي استازي مرستيال داي بينګ وويل، چين غواړي چې پر سوريې لګول شوي بنديزونه ژر تر ژره لغوه شي.

ډای بینګ وویل: چين يو ځل بيا له اړوندو هېوادونو څخه غوښتنه کړې چې سمدستي او په بشپړه توګه د سوريې پر ضد يو اړخيز بنديزونه لغوه کړي.

له دې مخکې د چین د بهرنیو چارو وزارت د سوریې د خلکو د نفتو او غنمو په ښکاره لوټلو کې د امریکا د جنایتکارانه عمل په اړه حیرانتیا څرګنده کړه او ویې ویل چې دغه عملونه بشری ناورین لا پسې زیاتوی.

دمشق په ځلونو امریکايي ځواکونه تورن کړي چې د سوریې تیل یې غلا کوي او په عراق کې یې خپلو اډو ته انتقالوي.

په سوریه کې له ۲۰۱۱ کال راهیسې وسله واله جګړه روانه ده او د بشارالاسد ځواکونه د ترهګرو په ګډون له مختلفو مخالفو ډلو سره جنګېږي. د خاورمیانې دغه هیواد د ښخړو سربیره له سختو روغتیا، انرژۍ او اقتصادي بحرانونو سره مخ دی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي