برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۷ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د افغانستان د کانونو په اړه له طالبانو سره د چین خبرې اترې

آریانانیوز: وال سټریټ ژورنال په یوه راپور کې لیکلي، چې چین له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان د معدنی شتمنیو په لټه کې دی.


وال سټریټ ژورنال راپور ورکوي چې یوه چینايي کمپنۍ په لوګر ولایت کې د عینک د مسو کان د استخراج لپاره له طالبانو سره خبرې کوي.

ورځپاڼه لیکلي چې بیجینګ د افغانستان په شمال کې د تیلو او ګازو پر زیرمو د کار د پیلولو په اړه هم خبرې کوي.

یاد ورځپانې راپور ورکوي چې چین له افغانستان څخه د امریکا له وتلو وروسته د افغانستان د معدني شتمنیو په لټه کې دی. په دې وروستیو کې ویل شوي چې چینايي پانګوالو له طالبانو سره د عینک لوګر د مسو د فابریکې په اړه خبرې کړې دي. په تېر کې یوه چینايي شرکت له افغانستانستان سره د دغه کان د استخراج قرارداد کړی و.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي