برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ آذر , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان باید په نړیواله ټولنه کې پاتې شي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي چې د طالبانو ډیپلوماتیک پیژندنه به په اغیزمنه توګه د اندیښنو په حلولو سره ترسره شي.


د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا چین اوس په رسمي توګه افغان طالبان په رسمیت پېژني، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین په یوه خبري غونډه کې وویل: چین تل په دې باور دی چې افغانستان باید له نړیوالې ټولنې نه وایستل شي.

هغه زیاته کړه: موږ هیله لرو چې افغانستان د نړیوالې ټولنې غوښتنو ته لا زیات ځواب ووایي، یو خلاص او ټول شموله سیاسي جوړښت رامنځته کړي او منځلاري او باثباته کورني او بهرني سیاستونه پلي کړي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم پر طالبانو غږ کړی چې د هر ډول ترهګرو ډلو پر وړاندې په کلکه مبارزه وکړي، له نورو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره دوستانه اړیکې ټینګې کړي او په نړیواله ټولنه کې ځان شامل کړي.

وینبین دا هم ویلي: موږ باور لرو چې د طالبانو ډیپلوماتیک پیژندنه به په طبیعي ډول د بیلابیلو اړخونو اندیښنو ته په مؤثره توګه په رسیدو سره ترلاسه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي