برخه -څانګه : afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۲ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

چین د ترهګرۍ او د ښځو د حقونو په وړاندې د طالبانو پر کړنو نیوکه وکړه

آریانانیوز: چین د افغان ښځو او نجونو پر کار او زده کړو د بندیز د لیرې کولو غوښتنه وکړه.


د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وویل، نړیواله ټولنه لا هم له طالبانو څخه ډېرې اندېښنې او هیلې لري، چې په دې کې هیله هم شامله ده، چې افغان لوري د متوازنو او محتاطانه داخلي او بهرنیو سیاستونو په پلي کولو کې لا زیات پرمختګ وکړي او د ښځو او ماشومانو له حقونو او ګټو څخه دفاع وکړي.

هغه دا هم وویل چې چین تمه لري چې د طالبانو حکومت به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لا قاطع دریځ غوره کړي چې ډیرې کوټلې پایلې به ولري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند هیله څرګنده کړه چې د طالبانو حکومت به د نړیوالې ټولنې د باور او تفاهم د ګټلو لپاره عملي هڅې وکړي. او همدارنګه په افغانستان کې داسې شرایط رامنځته کړي چې له ګاونډیانو سره اړیکې ښې کړي او په نړیواله ټولنه کې د منلو وړ وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي