برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۷ شهریور , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

افغانستان کې د داعش د څار لپاره د سي سي ټي وي کیمرې نصبول

خبری سرچینو د افغانستان او چین ترمنځ د څارنې کیمرې د نصبولو تړون اعلان کړی دی.


د هند خبري چینل نیوز ۱۸ د سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې چینايي مخابراتي شرکت هوواې له حقاني شبکې سره په ټول افغانستان کې د سي سي ټي وي کیمرې د نصبولو په اړه هوکړه کړې ده.

د دغو سرچینو په وینا، ټاکل شوې چې دغه کمرې له داعش سره د مبارزې لپاره نصب شي.

څه موده وړاندې سرچینو په کابل کې د څار کیمرې د نصبولو لپاره د طالبانو له مشرانو سره د چینايي پلاوي د خبرو اترو خبر ورکړ.

وروسته له هغه چې طالبانو پر افغانستان واکمني وکړه، داعش په کابل او د افغانستان په نورو برخو کې ګڼ بریدونه کړي دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي