برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ آبان , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د چین له خوا په افغانستان کې د بګرام نیول به د امریکا پر مخ یوه کلکه څپېړه وي

آریانانیوز: د امریکا د جمهوري غوښتونکو ګوند یوه استازي په یوه بیان کې ویلي، چې چین ښايي په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه په واک کې واخلي او دا زموږ په مخ یو ریښتینی څپیړه ده.


جمهوري غوښتونکی او د ولسي جرګې د بهرنیو چارو د کمیټې غړي مایک مکول فاکس نیوز ته ویلي چې چین احتمال لري په افغانستان کې د بګرام پوځي اډه ونیسي.

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې غړي ټینګار کړی، چې د بګرام هوايي اډه په سیمه کې د امریکا د سترګو او غوږونو په توګه ګڼل کېده.

هغه وویل: زما وړاندوینه دا ده چې چینایان غواړي بګرام ، چې په حقیقت کې زموږ د خپلو استخباراتو، پیژندنې، څارنې او کشفي وړتیاوو له نظره زموږ سترګې او غوږونه وو ونیسي. دا فکر چې چین به په رښتیا د بګرام واک په لاس کې واخلي، زموږ په مخ یو څپېړه ده.

نوموړی زیاته کړه چې پوهېږي چې چین په افغانستان کې حضور لري.

د امریکا د استازو جرګې غړي وویل: له افغانستان څخه د جوبایډن د حکومت وتل د بهرنۍ پالیسۍ یو له سترو بحرانونو څخه دی چې هغه په پارلمان کې په خپل وخت کې لیدلی دی.

د یادولو وړ ده چې د طالبانو لخوا د کابل د نیولو نه وروسته بهرني ځواکونه په بشپړه توګه له افغانستان څخه ووتل.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array