برخه -څانګه : afghanistan, sport -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

افغانستان ایرلنډ ته په لومړنۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماته ورکړه

آریانانیوز: افغان کرېکټ ملي لوبډلې ایرلنډه د پنځوس اوریزو لوبو د لړلۍ (سیریز) په لومړۍ لوبه کې د ۲۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه.


دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې افغان لوبډلې له ایرلنډ څخه د درېیو لوبو شل اوریز سیریز هم ګټلی وه.

د دوشنبې په ورځ، لومړۍ لوبه د هېواد د کرېکټ ملي لوبډلې پیل کړه او د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره وتوانېدل چې سیالې لوبډلې ته ۲۲۷ منډې هدف وټاکي.

په دې لوبه کې ګلبدین نایب د افغانستان لپاره ۶۴ منډې او حمشت الله شاهدي هم ۵۴ منډې جوړې کړې.

ایرلنډ ونه توانېد چې ورکړل شوی هدف پوره کړي او لوبه یې افغانستان ته وبایلله.

د توپ اچونې په برخه کې، راشدخان ارمان او محمد نبي عیسي خېل وتوانېدل چې ښه وځلېږي او هر یوه د سیالې لوبډلې دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

ټاکل شوې ده چې د هېواد د کرېکټ ملي لوبډله دوه نورې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي.

د دغو دو لوبډلو ترمنځ بله لوبه به د چهارشنبې په ورځ (د وږي په ۶ مه) د ۲:۱۵ دقیقو کې ترسره شي.

افغان لوبډله به تر دې سیالیو وروسته متحده عربي اماراتو کې پیلېدونکي اسیايي جام سیالیو ته هم ولاړه شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي