برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

افغانستان او وینزویلا د نړۍ تر ټولو نا امنه هېوادونه

آریانانیوز: په امریکا کې د ګالوپ په نامه د یوې ادارې د نظر پوښتنې له مخې افغانستان له وینزویلا هېواد وروسته د نړۍ تر ټولو نا امن هېواد دي
ګالوپ؛ امریکا کې یوه څېړنیزه اداره ده چې ۱۴۲ هېوادونو کې یې د امنیتي وضعیت په تړاو له خلکو نظر پوښتنه کړې ده، په دغه څېړنه کې افغانستان له سلو امتیازونو څخه ۳۸ هغه خپل کړي دي، او له وینزویلا وروسته تر ټول نا امن هېواد بلل شوی دی
د ګالوپ دغه څېړنه له ۱۵۲۰۰ کسانو د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ترسره شوې ده
د څېړنې د مالوماتو پر بنسټ افغانستان کې له پوښتل شویو کسانو پنځوس سلنه یې د غلو لخوا لوټ شوي ډی، ۲۰ سلنه نورو ویل چې بریدونه پرې شوي دي
د څېړنې له مخې افغانستان کې له سلو کسانو یوازې ۱۳ سلنه د شپې لخوا د تګ راتګ پر مهال ځانونه خوندي احساسوي، او ۲۲ سلنه افغانان بیا پر خپلو پولیسو باوري دي
تاجکستان، سینګاپور او عربستان هغه هېوادونه دي، چې د ګالوپ د څېړنې پر بنسټ تر ټولو امن ګڼل شوي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array