برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

نن په تاشکند کې د افغانستان په اړه غونډه پيلیږي

د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې نن او سبا د افغانستان د سولې او کابل پروسې څخه د ملاتړ په خاطر نړیواله غونډه جوړیږي.



په دغه غونډه کې د افغانستان حکومت او ملګرو ملتونو په شمول، امریکا، روسیه، چین، اورپايي ټولنه، پاکستان، سعودي، ایران او متحده عرب اماراتو استازي ګډون کوي.
د سولې عالي شورا مطبوعاتي مسؤول رسنیو ته ویلي چې په دغه غونډه کې به په کابل پروسه کې د ولسمشر له لوري طالبانو ته وړاندیز شوې طرحې څخه ملاتړ وشي او پر سولې به یو ځل بیا ټینګار وشي.
د نوموړي په وینا تر اوسه دوی ته د طالبانو له لوري رسما د ولسمشر د وړاندیز په اړه مثبت یا منفي ځواب نه دی رسیدلی خو غیر مستقیمو اړیکو هیله من کړي دي.
ټاکل شوې چې د تاشکند غونډې پایله د سې شنبې په ورځ په یوې ګډې اعلامیه کې خپره شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي