برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۶ لنډ لینک :

د دغې ډلې له ګډونه بغیر د صلحې غونډې هيڅ نتيجه نه لري

د طالب ډلې وياند په تاشکند کښې د افغانستان د صلحې غونډې ته د دغې ډلې د نه دعوت کولو په ردعمل کښې وويل: د طالبانو له شتونه بغېر به دغه ډول غونډې هيڅ نتيجه ونه لري.
د طالب ډلې يو وياند ذبيح ا… مجاهد له پاکستاني رسنې ډيلي ټائمز سره په مرکه کښې تاکيد وکړ، دغې ډلې په افغانستان کښې د صلحې د ټينګښت په موضوع سره د ازبکستان د پائېتخت تاشکند په غونډه کښې د ګډون لپاره څه بلنليک نه دے ترلاسه کړے.
مجاهد زياته کړه، د طالب ډلې خلاف له شمال ائتلاف څخه د ازبکستان د ملاتړ په وجه دغه ډله له دغه هېواد سره ښه تعلقات نه لري.
له بلې خوا د قطر په دوحه کښې د دغې ډلې په سياسي دفتر کښې د طالبانو يو سياسي استازي هم د افغانستان په بحران کښې د طالب ډلې د رول په مهم بللو سره وويل، د دغه هېواد مشکل به د طالبانو له شتونه بغېر هوار نه شي.
«د سيمه ايز امنيت او يووالي په زمينه کښې د صلحې او ملګرتيا چلند»نومې غونډه د روان مارچ ميلادي مياشتې په اولسمه او اتلسمه نېټه يعنې سبا او بله ورځ د افغانستان، پاکستان، روسيې او امريکې د استازيو په ګډون سره د ازبکستان په پائېتخت په تاشکند کښې جوړيږي.له دې مخکې هم په مختلفو هېوادونو کښې د افغانستان د صلحې په باره کښې يو لړ غونډې جوړې شوې دي چې د اختلافاتو د زياتوالي په وجه يې څه نتيجه نه ده لرلې.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي