برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۰ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ازبکستان افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیه راکمه کړه

د افغانستان لپاره د ازبکستان ځانګړي استازي عصمت الله ایرګاشیف پرون ماښام د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني سره په کتنه کې افغانستان ته د وارداتي برېښنا بیې د کموالي خبر ورکړ.


هغه وویل د برېښنا بیه به له ۸،۵ سنټو څخه ۵ سنټو ته راکمه شي چې دا کموالی به د روان میلادي کال د جولای میاشتې له پیله تطبیق شي. همداراز ټاکل شوې د ازبکستان له سرخان سیمې څخه بغلان ته ۱۰۰۰ میګاواټه برېښنا وصل شي، د دې ترڅنګ به په یوه کال کې په کابل او د هېواد په زیات شمېر ولایتونو کې د برېښنا ستونزه هم حل شي.

په دې وروستیو څو میاشتو کې د هېواد ۷ ولایتونه له برېښنا برخمن شوي، په بادغیس کې به د برېښنا في‎ کیلوواټ بیه له ۳۵ افغانیو څخه ۶ افغانیو ته او په غزني کې به تر ۶،۷۵ افغانیو راکمه شي.

د یادونې وړ ده چې ډېر ژر به د ۷۰ میګاواټه برېښنا لین جلال اباد ته وصل شي چې اصلي ظرفیت یې ۳۰۰ میګاواټه دی. د هېواد په شمالي ولایتونو کې هم د برېښنا ستونزه نسبتاً حل شوې او د مرکزي سیمو د برېښنا تدارکاتي مرحلې بشپړې شوي او اوس د اجرا په حال کې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي