برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱ مرداد , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

اجمل احمدي لویې څارنوالي ته ور پېژندل

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی دافغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي چې څه موده مخکې د ځواب نه ویلو او د بانک د یوشمېر کارکوونکو د ګوښه کولو له کبله ترې واک اخیستل شوی و، د ولسي جرګې له لوري لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوی دی
د افغانستان بانک د چنګاښ په لومړیو ورځو کې اعلان وکړ چې د کورني تفتیش ادارې له لوري د شویو ارزونو او د بانک د عالي شورا د پرېکړې له مخې، د بانک څلور مهم غړي د اداري فساد په تور له دندو ګوښه او د څېړنو لپاره لویې څارنوالي ته ور پېژندل شوي دي
د مشرانو جرګې د شکایتونو کمېسیون رییس زلمي زابلي د یکشنبې په ورځ یوه غونډه کې وویل چې د افغانستان بانک سرپرست اجمل احمدي د قانون خلاف د بانک یوشمېر تجربه‌ لرونکي او لوړپوړي کارکوونکي له موجه دلایلو پرته ګوښه کړي دي
د نوموړي په وینا، کله چې احمدي د سوداګرۍ او صنایعو وزارت سرپرست و، د دغه وزارت ۲۱ کارکوونکي یې په ناقانونه توګه له دندو ګوښه کړل
د افغانستان بانک د کارکوونکو لرې کولو پراخ غبرګونونه راپارولي وو. بانک د دغو غبرګونونو په ځواب کې وویل چې د بانک عالي شورا د یادو کسانو د لرې کولو پرېکړه کړې ده
ویل کېږي چې اجمل احمدي، واحدالله نوشېر، شاه‌محمد محرابي، کترین فقیري، عبدالوکیل منتظر او محمدنعیم عظیمي د افغانستان بانک د عالي شورا غړي دي
د حقوق‌پوهانو په باور، د بانک رییس او عالي شورا د کارکوونکو د ګوښه کولو واک نه لري. حقوق‌پوهانو د افغانستان بانک د سرپرست په توګه د احمدي ټاکل د قانون خلاف بللي و. د قانون پر بنسټ، د دغه بانک رییس باید د ولسي جرګې له لوري د باور رایو اخیستو وروسته ور وپېژندل شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي