برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, 16 جولای , 2021 لنډ لینک :

ملګري ملتونه: افغانستان د بشری بحران په درشل کې دی

آریانانیوز: په افغانستان کې د جګړې د ډیریدو په تعقیب د ملګرو ملتونو د مهاجرینو عالي کمشنرۍ خبرداری ورکړی چې افغانستان د یو بل بشري بحران په څنډه کې دی چې مخنیوی یې کیدی شي.


د کمیسیون ویاند ، بابر بلوڅ وویل چې د تاوتریخوالي دوام به داخلي بې ځایه کیدنې او ګاونډیو هیوادونو ته د ډیر مهاجرت لامل شي.

د ملګرو ملتونو اړوند سازمان د شمیرو له مخې ، د جنوري تر میاشتې پورې پدې هیواد کې د نورو ۲۷۰ زره افغانانو بې ځایه کیدو سره ، د بې ځایه شویو خلکو شمیر له ۳٫۵ ملیون څخه ډیر شو.

د کډوالو ادارې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستې ماموریت د شمېرو پراساس وویل چې د تېر کال (۲۰۲۰) په پرتله د ۲۰۲۱ کال په لومړۍ ربع کې د ملکي تلفاتو شمیر ۲۹ سلنه لوړ شوی دی.

بلوچ په نړیواله ټولنه غږ وکړ چې په دې بحراني دوره کې د افغانستان د حکومت او خلکو او ګاونډیو لپاره خپلې مرستې زیاتې کړي.

لکه څنګه چې په وروستیو اونیو کې د طالبانو بریدونه ډیر شوي ، په زرهاو کورنۍ په یو شمیر ولایتونو کې بې ځایه شوي دي. دې ډلې ادعا کوي چې ۱۹۰ ولسوالۍ یې نیولي دي.

 

شریک یي کړئ!