برخه -څانګه : afghanistan, economic, fun, politics, social -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۴ اردیبهشت , ۱۴۰۲ لنډ لینک :

ملګري ملتونه: په افغانستان کې به تورم (ګرانۍ) زیات شي

فقر

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو پراختیایي دفتر اعلان وکړ چې له افغانستان سره په مرستو کې د ۳۰ سلنه کمښت امکان شته او د دغه هېواد اقتصاد به نور هم کوچنی شي.


د ملګرو ملتونو پراختیايي دفتر ویلي، چې له افغانستان سره د مرستو د ۳۰ سلنه کموالي له احتمال وروسته به په دغه هېواد کې د تورم کچه لوړه شي او د دې هېواد نقدینګي به هم کم شي.

نړیوال چارواکي وايي، د نورو نړیوالو بحرانونو او په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو د طالبانو د بندیزونو له امله به له افغانستان سره مرستې کمې شي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیایي ادارې استازي “عبدالله الدرداری” هم وویل: دا کار له یوې خوا د افغانیو د ارزښت د راټیټیدو لامل کیږي او له بلې خوا د بانکونو په نقدینګۍ او غیر رسمي کریډیټونو کې یو بل انقباض رامینځته کوي او له زیاتو ستونزو سره به مخ شي. تورم(پړسوب) زیاتیږي او کورني تقاضا کمیږي، چې د زیاتې بې وزلۍ او ټیټې ودې لامل کیږي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان د سړي سر کلنی عاید ښايي په ۲۰۲۴ کال کې امریکايي ډالرو ته راښکته شي، چې د ۲۰۲۰ کال په پرتله ۴۰ سلنه کموالی ښيي.

په افغانستان کې د ۲۰۲۳ کال لپاره د بشردوستانه مرستو پروګرام یوازې پنځه سلنه تمویل شوی دی او له غوښتل شویو ۴،۶ میلیارد ډالرو څخه ۲۵۱ میلیونه ډالره ژمنه شوې ده.

د رویټرز په وینا، که مرستې د 3.7 ملیارد ډالرو په کچه دوام ومومي، اقتصادي وده به 1.3 سلنه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي