برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۹ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د (R.T. D. M) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو

آریانانیوز: د رئیس محمد اشرف غني په حضور کې د (Real Time Data Management) سیستم پروژې قرارداد لاسلیک شو.


په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت په دلګشا ماڼۍ کې جوړ شول د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي او د بوستوز ګروپ کمپنۍ رئیس جوشوا جي بوستوز، یاد قرارداد لاسلیک کړ.
Real Time Data Management سیستم د (۱۰سلنه) مخابراتي خدماتو محصول د راغونډولو او شفاف مدیریت په موخه ایجادشوی چې د هېواد په کچه به ترې استفاده وشي.
داسیستم د مخابراتي سکتور د عوایدو د راپور ورکولو مسوول دی. د دې سیستم دایجاد اساسي موخه په هېواد کې د مخابراتي شبکو د نورو عوایدو او د (۱۰سلنه) مخابراتي محصول د راغونډولو پروسه کې د خلکو د ډاډ او باور جلبولو لپاره د مخابراتي شبکو سیستم سره د اتصال له لارې د حقیقي معلوماتو لاسته راوړنه ده او له بل پلوه د روڼتیا د تامین له لارې د هېواد ملي عوایدزیاتېږي.
د ۱۰ سلنه مخابراتي محصول د راغونډولو په اړه د فرمان له توشیح وروسته تر اوسه له ۱۴ میلیارد او ۵۹۰ میلیون څخه زیاتې افغانۍراټولې شوي.

شریک یي کړئ!