برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۸ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هېواد ۱۰ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین

د روانې اوونۍ په بهیر کې نږدې لس میلیونه ماشومان په ټول هېواد کې د پولیو پر وړاندې واکسین کېږي.


د عامې روغتيا وزارت په خبرپاڼه کې چې پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې، د ياد مطلب په څرګندولو سره ويلي چې نن د عامې روغتيا او د پوهنې وزارتونو په ګډه سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ ضد سراسري کمپاين پرانيست.
سرچينه کاږي، دغه کمپاین په ټول هېواد کې د روان کال د غويي له ۱۷مې تر ۲۱مې پورې پلى کېږي چې په ترڅ کې به یې نږدې ۹،۹ میلیونه له پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پولیو ضد دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي او همداراز ۵،۹ ماشومانو ته چې عمرونه یې له ۲ تر ۵ عمرونو پورې وي، د کولمو د چینجیو ضد ټابلیټونه هم ورکول کېږي.
سرچينه زياتوي، هغه غونډه چې په دې اړه د کابل په مرکزي دارالحفاظ کې جوړه شوې وه، د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروز الدین فیروز د دیني عالمانو، د مدارسو او ښوونځیو استادانو او شاګردانو ونډه یې له پولیو سره په مبارزې کې خورا مهمه او اړینه وبلله.
نوموړي له دینې عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې د پولیو د بشپړ له منځه وړلو په خاطر د خلکو د اذهانو د روښانولو او د عامه پوهاوي د لوړولو په برخه کې مرسته وکړي.
دى زياتوي: “د افغانستان ماشومان د دې وړ نه دي چې د ګوزڼ ناورغۍ له امله د تل لپاره معیوب شي. د هغوی محافظت او خوندي ساتل، زموږ ټولو ایماني او انساني مسوولیت دی. د عامې روغتیا وزارت او د پوهنې وزارت په ګډه سره هڅه کوي چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او غوره روزلو سره، هغوی د راتلونکي لپاره د ټولنې سالم او اغېزمن وګړي و اوسېږي.”
د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو مرستیال شفیق صمیم د اسلامي ارشاداتو له مخې د ټولنې د وګړو په تېره بیا د ماشومانو د سالمې روغتیا د اهمیت په باب خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، ناروغ او معیوب ماشومان نه شي کولای چې روښانه او سوکاله راتلونکي ولري او دا د کورنیو او اړوندو ادارو مسوولیت دی چې د ماشومانو د روغتیا د خوندي ساتلو او د هغوی د ښې راتلونکې لپاره هڅې وکړي.
د خبرپاڼې په حواله، په دې غونډه کې څو نورو ديني عالمانو، د یونیسف او د روغتیا نړیوالې ادارې استازو هم خبرې وکړې او د پولیو د له منځه وړلو په خاطر، پر لا زیاتو هلوځلو او همدا شان په دې برخه د عامو وګړو په غښتلي مشارکت يې ټینګار وکړ.
د خبرپاڼې د معلوماتو پر اساس، په روان زېږدیز کال کې تر اوسه په افغانستان کې د پولیو ۷ مثبته پېښې رامنځته شوي چې څلور پېښې په کندهار، دوه کونړ او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي