برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۲ اسفند , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

د ملي امنیت پخواني رییس په فراري ولسمشر نیوکه وکړه

آریانانیوز: د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل زموږ د هېواد پخوانی ولسمشر اشرف غني مسخره او بزدل بللی دی.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل په خپله ټویټر پاڼه کې د ولسمشر اشرف غني په اړه لیکلي: موږ له پیله وویل چې دا سړی بزدله ټوکمار او د یوې پروژې برخه ده، موږ وویل چې هغه نه ښه رهبر دی نه ښه مدیر دی او نه ښه افغان؛ خو هیچا غوږ ونه نیوه.

نبيل زياته کړه، چې له نورو سره يې پرتله کول د هغه هېواد خلکو ته سپکاوى دى.

د یادونې وړ ده چې په وروستیو ورځو کې

د ټولنیزو رسنیو ځینو کاروونکو د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هغه څه چې د روسي ځواکونو پر وړاندې مقاومت بللی، ستاینه کړې او هیله یې کړې چې کاش اشرف غني د ده په څېر د طالبانو پر وړاندې ودرېدلی وای.

شریک یي کړئ!