برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۸ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

نبيل: د مخدره موادو د کښت او قاچاق ډېری عاملين د طالبانو مشران دي

آریانانیوز: د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس وايي چې د مخدره موادو پر کښت او قاچاق بنديز د طالبانو له خوا د زېرمه شويو مخدره موادو بيې دوه چنده کوي.


د افغانستان د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل د طالبانو د نوي فرمان په اړه چې د مخدره موادو پر کښت یې بندیز لګولی، غبرګون وښود او ویې ویل: د مخدره موادو د کښت او قاچاق ډیری عاملین، قطعا د طالبانو مشران دي.

نبیل وویل: د مخدره موادو د کښت او قاچاق مخه نيول د طالبانو د مخدره موادو د زېرمو ارزښت دوه چنده کوي.

طالبانو پرون د دې ډلې مشر هبة الله اخندزاده ته منسوب یو فرمان صادر کړ چې په کې راغلي چې له دې وروسته په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت، تولید، پېر او پلور منع دی.

فرمان خبرداری ورکوي چې له سرغړونکو سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند وشي. دا حکم په داسې حال کې صادر شوی چې نشه یي توکي د طالبانو د تمویل سرچینه وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي