برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۴ خرداد , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

د ملي امنیت پخوانی رییس هم د طالبانو ضد جبهه جوړوي

آریانانیوز: د راپورونو له مخې، د افغانستان د ملي امنیت پخوانی رییس رحمت الله نبیل په هېواد کې د طالبانو پر ضد یوه جبهه جوړوي.


ځینو رسنیو ادعا کړې چې د دې جبهې د جوړولو هدف د طالبانو ضد خوځښتونه او شخصیتونه تر یوې لویې چترۍ لاندې له یوه نوي لید سره متحد کول دي.

په دې راپور کې ویل شوي دي رحمت الله نبیل له څه مودې راهیسې د پخواني حکومت له یو شمېر سیاستوالو او پوځیانو سره ناستې او خبرې کوي.

ویل کېږي چې ښاغلي نبیل د ملي مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود او د پخواني ولسمشر له لومړي مرستیال امرالله صالح سره کتلي دي.

دا لا معلومه نه ده چې دغه جبهه به کله خپل شتون اعلان کړي. او په کومه طریقه د طالبانو په وړاندې راڅرګندیږي؟

دا په داسې حال کې ده چې د ملي مقاومت جبهه او څو نورې جبهې همدا اوس په پنجشېر، تخار، بغلان او پروان ولایتونو کې له طالبانو سره په جګړه بوخت دي.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي