برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, 9 می , 2018 لنډ لینک :

د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين ۲۰۰استادانو کاري اعتصاب

د سيد جمال الدين افغان دولتي دارالمعلمين يو شمېر استادانو او محصيلينو په يوه اعتراضي حرکت کې غوښتنه وکړه چې دغه دارالمعلمين دې پوهنتون ته لوړ شي او په دې اړه يې پر درسي اعتصاب لاس پورې کړ.


د سيد جماالدين افغان دارالمعلمين يوه معترض استاد، احمد خالد چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل چې د ياد تحصيلي مرکز دوه سوه استادان او ټول محصلين غوښتنه کوي چې د سيد جماالدين افغان دارالمعلمين دې پر پوهنتون بدل کړی شي.
نوموړي وويل:”پوهنتون ته ددغه بنسټ لوړېدا، د وخت اړتيا او د ځوانو محصلينوغوښتنه ده او دغه بنسټ، د ليسانس او ماسټرۍ په کچه د لوړو زده کړو لرونکو مجربو استادانو، مناسب ځای او ټولو وړتياوو په درلودو سره، د پوهنتون کېدو حق لري، خو مسوول بنسټونه په دې برخه کې ناغېړي کوي.”
خالد وويل، شپږ مياشتې کېږي چې د سيد جماالدين افغان دارالمعلمين د استادانو او محصلينو له خوا مسوولو بنسټونو ته وړاندې شوی، خو تر اوسه يې د نا معلومو دلايلو له امله هېڅ اقدام نه دی کړی.
معترض استادان او محصلين چې د ياد دارالمعلمين په انګړ کې راټول وو، له حکومت څخه يې وغوښتل څو ددوی غوښتنو ته رسېدنه وکړي، له دې پرته به خپل درسي اعتصاب ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال ده چې د تېر کال په مرغومې مياشت کې د سيد جماالدين افغان درالمعلمين استادانو او محصلينو د حکومت له اجراييه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله سره وکتل او له نوموړي سره يې خپلې غوښتنې مطرح کړې او عبدالله ويلي و چې د ځوانانو شرطونو او تمو ته په پام سره چې د لوړو علمي درجو ترلاسه کولو په لټه مکې دي، پوهنتون ته ددغه بنسټ لوړېدل يوه اړتيا ده.
د حکومت اجراييه رييس هغه مهال ژمنه کړې وه چې دغه موضوع به د وزيرانو شورا په کاري اجنډا کې شامله کړي او د اړونده بنسټونو چارواکو ته به سپارښتنه وکړي چې د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين د لوړېدو په برخه کې چې يوه باوري او مخينې لرونکی تحصيلي بنسټ دی، لازم اقدام وکړي، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
له بلې خوا د سيد جماالدين افغان دارالمعلمين يوې محصلې نازنين نهيب پژواک ته وويل چې په افغانستان کې د تحصيل کچه ورځ په ورځ لوړېږي، له همدې امله بايد دغه بنسټ پر پوهنتون بدل شي، څو محصلين ترې د ليسانس په درجه بريالي شي.
نوموړي له حکومت څخه وغوښتل چې د محصلينو دې ستونزې ته دې رسېدنه وکړي.
خو د سيد جمال الدين افغان دارالمعلمين رييس محمد اعظم توخي پژواک ته وويل چې مسوولو ارګانونوته، پوهنتون ته د سيدجمال الدين افغان دارالمعلمين د لوړېدو طرحه وړاندې شوې او د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو په دې اړه يوه ګډه کمېټه هم جوړه کړې او پر دې طرحه کار روان دی.
هغه زياته کړه:”د پوهنې وزير د غويي په ۱۵مه شنبې ورځې په ناسته کې چې نوموړي دارالمعلمين له يو شمېر استادانو سره يې درلوده، زموږ له استادانو څخه يوه مياشت وخت وغوښت څو په دې اړه پرېکړه وکړي، خو استادانو د پوهنې د وزير خبرو ته له پام پرته، نن پر کاري اعتصاب لاس پورې کړ او درس يې تعطيل کړل.”

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي