برخه -څانګه : note -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۳ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د پلڅرخی محبس دبندیانو ژوند باید وژغورل شي!

آریانانیوز: له تیرو اتو ورځو راهیسې د څرخي پله محبس په لسګونو زره زندانیانو د هغوی د غوښتنو په وړاندې د دولتي چارواکو د بي غوري له وجې د نه خوړلو اعتصاب کړی دی.


اعتصاب کوونکي چې ډیری يې سیاسي بندیان دي له حکومته غواړي چې د دوي مشروعې غوښتنې دي منظورې او د افغانستان د محابسو د مروجه قوانینو مطابق دي ورسره چلند وکړي.
هغوی په خپلوغوښتونو کې ویلي دي چې کوم محبوسین چې د حبس قانوني وخت یې پوره شوی وي هغوی باید نور د یوې ورځې لپاره هم په ناقانونه توګه په محبس کې ونه ساتل شي.
همداراز هغه بندیان چې د دولت له مخالفینو سره د همکاري په تور له کلونو را هیسي بي برخلیکه په محبس کې پراته دي ، د هغوی جُرم او د حبس قانوني موده دي د قضايي اوعدلي ارګانونو لخوا معینه کړل شي.
هغه یو شمیر بندیان چې د قضايي اوعدلي ارګانونو لخوا په اعدام محکوم شوي خو دوي د حکم له صدورنه تر اوسه پوري له کلونو راهسي همداسي معلق پاتې دي، د هغوی د اعدام حکم دي نور په ټاکلی حبس بدل کړل شي.
د ځینو خاصو ورځو په مناسبت د بندیانو د بښنې لپاره د ولسمشرۍ فرمان دي په عادلانه ډول پر ټولو بندیانو یوډول پلی شي.
او یو شمیرهغه محبوسین چې د حادو ناروغیو او یاهم د کبرسن (بوډاتوب ) له وجي په څرخي محبس کې د پاتي کیدو توان نه لري ، هغوی دي د معالجې لپاره روغتون او یاهم د خپلو اړونده ولایتونو محابسو ته ولیږدول شي.
دا ټولې هغه غوښتنې دي چې د محبوسینو لخوا د محابسو د مروجه قوانینو مطابق ترتیب او چاروکو ته وړاندې شوې، خو مسؤل چارواکي یې نه د پوره کولو په اړه اقدام کوي او نه یې هم د ردولو په اړه قانوني ځواب لري چې بالآخره بندیان دیته اړیستل شوي چې په غذايي اعتصاب لاس پوري کړي.
اوس چې د هغوي پراعتصاب تریوې اونۍ زیات وخت تیریږي او له امله یې د بندیانو صحي وضعیت نورپه خرابیدو دی، باید دولتي چارواکي ېې په قانوني غوښتنوغوروکړي او د هغوي ژوند وژغوري.
که دولتي چارواکي د خپل منځي ناندریو او سیاسي غورځو پرځو له امله د محبوسینو د قانوني غوښتنو اوریدو ته وخت نه لري باید د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او همداراز نورد بشري حقونو مدافع سازمانونه دي مخکې تر دې چې د هیواد په مرکزي محبس کې د زرګونو زندانیانو ژوند له خطر سره مخ شي په حکومتي چارواکو باندې د قانوني فشار په واردولو سره هغوی د بندیانو د مشروعو غوښتنو اوریدو ته اړباسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي