برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۸ تیر , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د حکومتی ځواکونو په هوايي بمبار کې د ښځواوماشومانووژل کیدا

آریانانیوز: دیوراپوپه اساس قومي مشران او د سیمې خلک وايي، د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ ۹ غړو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.
دا پېښه تیره شپه ۱۲ نیمې د بلخ ولسوالۍ په وزیرآباد کلي کې هغه رامنځ ته شوه، کله چې حکومتي الوتکو د خلکو په کورونو درنه بمباري وکړه او ګڼ کورونه یې ویجاړ کړل.
د وزیرآباد کلي قومي مشر ایوب مومند رسنیو ته ویلي، چې په دغه هوايي برید کې د یوې کورنۍ ۴ غړي وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.
نوموړی زیاتوي، په وژل شوو کې دوه ماشومان، د هغوی مور او پلار شامل دي، چې ټول په خواږه خوب ویده تر خاورو لاندې شوي دي.
له بل پلوه د بلخ د والي ویاندمنیر فرهاد او شاهین ۲۰۹ قول اردو ویاند جګړن رضايي بیا په دغه هوايي برید کې د ۲۵ طالبانو د وژلو خبر ورکوي.
حکومتي ویاندویان ادعا کوي، چې په هوايي برید کې د طالبانو یوه غونډه په نښه شوې او تلفات هم یوازې طالبانو ته اووښتي دي؛ خو د سیمې خلک او قومي مشران بیا دغه ادعاوې ردوي او هلته د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې خبره کوي.
دا لومړی ځل نه دی چې دولتي ځواکونه د بلخ ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د ملکي خلکو کورونه بمباروي او بیا وروسته ادعا کوي، چې د طالبانو غونډه یې په نښه کړې ده، کابو یوه نیم میاشت مخکې د روژې په ۱۹ شپه هم ددې ولسوالۍ په غونډانوکلي کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په ګډهوايي برید کې ۲۰ تنو ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اووښتې وه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي