برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

جمهوررئیس غني د غوڅ ملاتړ نوی قومندان خپل حضور ته ومانه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د ارګ په ګلخانې ماڼۍ کې، په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ نوی قومندان جنرال سکاټ میلر خپل حضور ته ومانه.


په پیل کې د هېواد جمهوررئیس جنرال میلر ته د نوې دندې د مبارکۍ تر څنګ له هغه څخه مننه وکړه چې دغه دروند مسوولیت یې ومانه او په دنده کې یې ورته د کامیابۍ هیله څرګنده کړه.

په دغه لیدنه کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لومړیتوبونو او همدارنګه د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د متحدوایالتونو د سټراټيژۍ او د هغې د مثبتو نتایجو په اړه بحث او خبرې وشوې.

ورپسې د غوڅ ملاتړ قومندان جنرال میلر جمهوررئیس څخه د مننې په څرګندولو، په خپلو خبرو کې ژمنه وکړه چې په خپل نوي موقف او دنده کې به د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د لا پياوړتیا لپاره زیاتې هڅې وکړي.

شریک یي کړئ!